تازه خبرونه

د قطر په دوحه کې امریکا د ا.ا.ا له استازيو سره بیا خبرې پیلوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۰)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي؛ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ به راتلونکې اوونۍ دوحې ته ستون شي، چې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره بیا خبرې پیل کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نډ پريس يوې خبري غونډې ته د وينا پر وخت څرګنده کړه؛ د دواړو خواوو ترمنځ خبرې به د ترهګرۍ ضد مبارزې، بشري مرستو او په هېواد کې د اقتصادي وضعيت په ګډون پر يو شمېر اړوند مسايلو راوڅرخیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټووماس ویسټ به په دوه اوونیز سفر کې د امریکايي پلاوي مشري پرغاړه ولري.

نډ پرایس ویلي؛ نوموړی به په افغانستان کې زمونږ د حیاتي ملي ګټو په اړه خبرې وکړي. په دې خبرو کې به له تروریزم سره پر مبارزه، د امریکایي وګړیو او د هغو افغانانو خوندي وتلو، چې له مونږ سره ځانګړې ژمنې لري، بشري مرستو او د دې هېواد اقتصادي وضعیت بحث وشي.

پرایس ویلي، چې امریکا یوازې په روان کال کې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده.

پریس دا هم ویلي، چې امریکا د داعش پر ضد مبارزې ته ژمنه ده او دا ډاډ ورکوي، چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرۍ په خوندي ځاله بدل نشي. دغهف راز به یې د غیرقانوني تمویل مخه ونیسو، د ملکي خلکو په وړاندې د نورو بریدونو د ترسره کولو لپاره د دوی وړتیا محدوده کړو او له تروریزم سره د مبارزې او د تروریزم مالي تمویل په ګډوډولو کې د خپلو شریکانو ملاتړ وکړو.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ په دغو خبرو کې هڅه کوي، چې د افغان ولس پیسې خلاصې او د خلکو اقتصادي ستونزې اوارې کړي.

شاوخوا شپږ اوونۍ کیږي، چې ټوماس ویسټ د زلمي خلیلزاد له استعفا وروسته د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده پیل کړې او د خبرو پیلولو لپاره یې لومړی دوحې او بیا اروپا، روسیې او هند ته سفرونه وکړل، چې له خپلو متحدینو او شریکانو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.

Trending

Exit mobile version