تازه خبرونه

د قطر په دوحه کې د خپلمنځي خبرو پلاوي د اجندا په اړه هوکړې ته رسېدلي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان حکومت او طالبان د قطر په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر اجندا او طرزالعمل هوکړې ته رسېدلي دي.

افغان پلاوي په یوه تویت کې څرګنده کړې: د دواړو لوریو د خپلمنځي خبرو پلاوي له پیلیزې (مقدمې ) پرته یوازې د مذاکراتو د طرزالعمل د ۲۱ مادو پر اصولو هوکړې ته رسېدلي دي. په داسې حال کې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ څرګنده کړې، چې دوه اوونۍ مخکې د مقدمې په ګډون پر ۲۱ ماده ییز طرزالعمل د دواړو لوریو ترمنځ توافق شوی دی.

 حکومتي پلاوي زیاته کړې: خو د دې اجندا پیلیزه د پلاوي ترمنځ نور وضاحت او بحث ته اړتیا لري. د همدې لپاره د نومبر پر ۱۷ د دواړو لوریو لخوا د کوربه په شتون کې پرېکړه وشوه، چې طرزالعمل به عمومي غونډې ته وړاندې او له تصویب وروسته وروستی شي. د خپلمنځي خبرو حکومتي پلاوي د خبرو جرګه ګۍ د پیلیزې د عناصرو په اړه خپل رسمي وضاحت بل لوري ته هم سپارلی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ په دې اړه په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ د خپلمنځي خبرو طرز العمل د ۲۰۲۰ کال د نومبر مياشتې پر ۱۵ نېټه په ۲۱ مادو کې وروستی شوی دی.

د نعیم وردګ د څرګندونو له مخې؛ په دوحه کې د خپلمنځي خبرو طرز العمل د کوربه هېواد په حضور کې د ۲۰۲۰ کال د نومبر د مياشتې پر ۱۷ نېټه ولوستل شو. د دواړو مذاکراتي خواوو له تائيد وروسته یې يوه نسخه کوربه هېواد قطر ته هم ور کړ شوې ده.

د نومبر پر ۲۳ داسې راپورونه خپاره شول، چې د سولې خبرو د حکومتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د ولسمشرۍ د سولې سلاکار سلام رحیمي له ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې د را منځته شوي پرمختګ په اړه مشورې کوي؛ خو د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د سولې په خبرو کې هیڅ پرمختګ ندی شوی.

صديقي ویلي؛ د طالبانو غوښتنې نامشروع دي، خو هغه تائيد کړه، چې ستانکزی په کابل کې دی.

صدیقي څرګنده کړې، چې: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو پلاوی به د سولې د جرګې او اساسی قانون د پرېکړې له مخې د سولې د خبرو پر بنسټ له طالبانو سره خبرې وکړي.

صدیق صدیقي په خبرو کې هر راز پرمختګ رد کړی؛ خو ځینو سرچینو د نوم د نه ښودلو پر شرط آریانا نیوز ته ویلي؛ افغان مشرانو د لانجې ځینې ټکي تائید کړي، چې خبرې پرې وغزیږي او بریالیتوب ورسیږي.

د یادونې ده، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د روان کال د سپتمبر پر ۱۲ په یوه نړیواله ناسته کې پیل شوي او تر دې دمه تکنۍ؛ خو له پرمختګونو سره روانې ساتل شوې دي.

Trending

Exit mobile version