لوبی
د قطر په فوتبال نړیوال جام لومړۍ لوبه کې اکوادور کوربه لوبډله ګټلې
د ۲۰۲۲ نړیوال جام لومړۍ سیالي تېره شپه یکشنبه د لړم ۲۹ / د نومبر ۲۰ د قطر او اکوادور لوبډلو ترمنځ پیل شوه او د اکوادور د دوه ګولونو پر بریا پای ته ورسېده.
د اسوشیېتد پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ دغه لوبه په آل بیت لوبغالي کې د څه باندې ۶۷ زره قطري نندارچیانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې، چې د ماښام پر ۷:۳۰ بجو پیل او ایتالیاوي دینیله اورساتو یې څارونکی و؛ ترسره شوه. اکوادوري انروالنسیا لوبغاړي وکولی شول، چې د لوبې په ۱۶ دقیقو کې د پینالتي او ۳۱ دقیقه کې دوه بریالي ګولونه ترسره کړي.
د اکوادور بریا د نړیوال جام کوربه قطر لوبډلې او د هغې مینوالو ته یوه مایوسونکې شېبه وه.
د دې لوبې غوره لوبغاړي انر والنسیا وټاکل شو.
لومړی، هغه په درېیمه دقیقه کې د اکوادور لپاره یو ګول وواهه؛ خو دا ګول د ویدیو اسستنت ریفري (VAR) د پرېکړې له کبله ګول حساب نشو؛ ځکه، چې آف ساید وشمېرل شو.
د لوبې په پېنځلسمه دقیقه کې والنسیا د قطر د ګول کیپر لخوا پینالتي ترلاسه کړه او دغه پینالتي یې په شپاړسمه دقیقه کې پر ګول بدله کړه؛ خو دا پای ته ونه رسیده او د اکوادور سترایکر په ۳۱ دقیقه کې د نړیوال جام کوربه لوبډلې ته ګول بل ګول هم ورکړ.
قطر په دوه یمه نیمايي کې هم ګول ونشو کړای او که څه هم اکوادور لوبغاړيو د لومړۍ نیمايي په پرتله محتاطانه لوبه وکړه؛ خو د بل ګول پر ورکولو کې پاتې راغلل.
د قطر مشر روزونکي فیلیکس سانچیز ویلي؛ زه هیله لرم، چې دوی به په راتلونکیو لوبو کې ویاړ تر لاسه کړي. ویلای شم، چې زموږ لوبډله د خپلو مینه والو لپاره خواشینې شوې هم ده. دا یوازې د نړیوال جام پیل دی.
۳۳ کلن والنسیا وایي، چې اوس یې د اکوادور وروستي پېنځه نړیوال جام ګولونه کړي، چې درې یې په ۲۰۱۴ کې ول او موږ باید خپل کار روان وساتو.
د لوبې په دوه یمه نیمایي کې د نندارچيانو لوی شمېر بېرته راستانه نشول.
په همدې حال کې د فیفا د مشر ګیاني انفانتینو په ګډون د منځني ختیځ او آفریقا مشران، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني هم د لوبې د پرانیستې نندارچیان ول.
د قطر امیر په انګلیسي ژبه په خپلو خبرو کې وویل: زه تاسې ټولو ته ښه راغلاست وایم او ستاسې د بریالیتوب هیله کوم.
په ورته وخت کې د نړیوال جام د ګروپ الف لوبه به د دوشنبې پر ورځ (د لړم ۳۰) د هالیند او سګنال ترمنځ د ماښام په ۰۷:۳۰ بجو ترسره شي.
اوس مهال اکوادور د درې نمرو په لرلو سره په دې ګروپ کې مخکښ دی.
د دغو سیالیو په دوام به په ب ګروپ کې به د ایران لوبډله د مازیګر پر ۴:۳۰ بجو له انګلستان سره او په دغه ګروپ کې به امریکا له ویلز سره په (۱۰:۳۰) بجو مخ شي.