تازه خبرونه
د قطر امیر او ترمپ د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې کړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د قطر خبري آژانس په ډاګه کړې، چې شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په یوه تیلیفوني اړیکه کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د یو شمېر مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې پر بهیر بحث او خبرې کړې دي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو په قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې ارزولي او په دې اړه یې ډاډ ښودلی دی.
یو شمېر سرچینو ویلي؛ د ترمپ او د قطر د امیر خبرې ښیي، چې طالبان او امریکایان د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي.
په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا روانې دي او دواړو خواوو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ته له نږدې کیدو خبر ورکړی دی.