تازه خبرونه

د قطر په نهم پړاو خبرو کې پر اوربند خبرې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د قطر له خبرو باخبرې سرچینې وايي، چې طالب او امریکايي پلاويو د قطر د نهم پړاو خبرو پر څلورمه ورځ پر اوربند خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالب او امریکايي استازیو تر منځ خبرې حساس پړاو ته ننوتي دي او افغان ولسمشر سعودي عربستان ته تللی، چې د هغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د قطر له خبرو باخبرې سرچینې وايي، چې امریکايي پلاوی د سولې د هوکړې له لاسلیک مخکې پر اوربند ټینګار کوي؛ خو طالبان یې نه مني.

ولسمشر غني سعودي عربستان ته تللی، چې په افغان سوله کې د دغه هېواد رول پیاوړی کړي.

ولسمشر د دغه سفر په لړ کې د هغه هېواد له چارواکو سره د همکاریو څو تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د ولسمشر کلتوري سلاکار نبي مصداق ویلي، چې  سعودي د عربو یو له نفوذه ډک هېواد دی او تل یې له افغانستان څخه په ځانګړي توګه د سولې په چارو کې پلوي کړې ده. ولسمشر د همدې موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته تلی دی.

انګیرنې داسې دي، چې سعودي عربستان ته د ولسمشر دغه سفر په قطر کې د طالب او امریکايي استازیو ترمنځ د روانو خبرو سره تړاو لري؛ ځکه د ولسمشر لپاره د سولې روانې خبرې د اندېښنې وړ دي.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست ویلي، چې  ولسمشر ځان د ډوبیدو په حال کې ویني او فکر کوي، چې څوکې له لاسه ورکوي؛ ځکه، نو هڅه کوي، چې د اوبو ځګ ته هم لاس واچوي او خپله څوکۍ که پوره هم نه وي، یوه برخه یې تر لاسه کړي.

په قطر کې له روانو خبرو څخه باخبرې سرچینې وايي، چې د خبرو پر څلورمه ورځ دواړو خواوو پر اوربند خبرې کړي؛ خو هوکړې ته ندي رسیدلي.

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد ویلي؛  طالبانو غوښتل، چې بندیان یې د بګرام او څزخي پله له زندانونو خوشې شي؛ دا موضوع یې لاسلیک کړه او له بلې خوا یې د لنډمهالي حکومت موضوع هم لاسلیک کړې، چې له همدې کبله داکتر غني اندېښمن او سعودي عربستان ته روان شو.     

طالب او امریکايي پلاوی د قطر د سولې په نهم پړاو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو هوکړې ته نږدې شوي دي. که څه هم د لنډ مهالي حکومت د جوړښت راپورونه هم ورکړ شوي؛ خو دواړو خواوو رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version