تازه خبرونه

د قطر په دوحه کې د سولې خبرې پر دوه برخو روانې دي- سرچینه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو سرچینې، چې ونه غوښتل نوم یې یاد شي؛ دوحې ته د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال ته ویلي، چې د بندیانو د خوشې کیدو څرنګوالی او له تور نوملړه د طالبانو د نومونو ویسل هغه خبرې راپورته کوونکي موضوعات دي، چې په اړه یې د امریکایانو او طالبانو خبرې روانې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړه خواوې غواړي خپلې غوښتنې پر یو او بل ومني.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د سولې د نهم پړاو روانې خبرې برخلیک ټاکونکې نومولي او څرګندوي، چې د روان پړاو خبرو مشري د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر او د امریکایانو لخوا زلمی خلیلزاد کوي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې ښاغلی خلیلزاد هڅه کوي د افغانانو له خپلمنځي خبرو مخکې له طالبانو سره وروستۍ هوکړې ته ورسیږي.

خبریال: زمریالی اباسین

Trending

Exit mobile version