تازه خبرونه

د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خلیلزاد او میلر خبرې بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

زلمی خلیلزاد او سکات میلر قطر ته رسیدلي او هلته یې له طالب استازیو سره خبرې له سره پیل کړي دي.

زلمي خلیلزاد له طالب استازیو سره په قطر کې د نهم پړاو خبرو اترو له پای ته رسیدو سره سم کابل ته راغی او پېنځه ورځې پاتې شو؛ له حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو سره یې وکتل او د پنجشنبې پر ماښام( د وږي ۱۴) بېرته په خبرو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسیدلی دی. له هغه سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر هم ملګری دی.

سرچینو ویلي، چې دواړو لوریو تېره شپه خبرې له سره پیل کړي، د خبرو لومړۍ ورځ څو ساعته د تړلو دروازو تر شا تېره شوه.

په قطر کې سرچینو د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال ته ویلي، چې دا خبرې څو ساعته روانې وې او دواړو لوریو د فني ټکو پر وروستیو برخو بحث وکړ.

په دې خبرو کې د جمعې د ورځې یوه دمه رامنځته شوې او ویل کیږي، چې بیا به هم دغه خبرې روانې وساتل شي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې په اصولو کې له طالبانو سره بشپړې هوکړې ته رسیدلی؛ خو ویل کیږي، چې په افغانستان او امریکا  کې د دې هوکړې پر پایلو بېلابېل غبرګونونه راپاریدلي او د سولې هوکړه یې تر اغېز لاندې راوستې ده.  

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبرآغا ویلي، چې کیدی شي د خبرو لسم پړاو پیل شي، چې د هوکړې د متن پر وروستي کولو او د لاسلیک پر ځای به یې بحث او خبرې وشي.       

دغه راز د امریکا کانګریس یو ځل بیا زلمي خلیلزاد ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي، چې له طالبانو سره د هوکړې په باب سپیناوی ورکړي.

د دې کمیټې رییس ټینګار کړی، چې خلیلزاد دې کانګریس ته ورشي او له طالبانو سره د هوکړې د جزئیاتو پټ ساتل دې پای ته ورسوي.

د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمیتې رییس ایلیوت ال انجل د خپل لیک په یوه برخه کې لیکلي: زه، چې خبر یم د هوکړه لیک متن د ترمپ ادارې د چارواکو تر منځ وېشل شوی او د ولسمشر غني له دولت سره هم شریکه شوی. په همدې ترتیب د امریکا او افغانستان خلک د دې وړتیا لري، چې پوه شي د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره څه ده؟ دا استماعیه ناسته که څه هم ډېره وځنډیده؛ خو امریکا ته به زمینه برابره کړي، چې له طالبانو سره ستاسو د خبرو اترو کرښې او سیاسي ګواښونه او کوم فرصتونه، چې له دې اړخه را ولاړیږي، پرې پوه شي.

د امریکا د کانګریس په دې لیک کې خلیلزاد ته خبرداری ورکړ شوی، چې که دا ځل د ځواب ویلو لپاره حاضر نشي؛ له نورو غوراویو به کار واخلي، چې حاضر یې کړي.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر جیمز متیس هم ویلي؛ د همدې ننګونو پر بنسټ زمونږ د دیپلوماتانو هڅې له ننګونو سره مخ او تاوتریخوالی اوږد شوی دی. په یاد ولرئ، چې د جګړې ډګر بشري شوی دی. زمونږ د دیپلوماتانو او مامورینو دا هڅې یې، چې غواړي دې جګړې ته د پای ټکی کیدي؛ ډېرې اوږدې کړي دي.

افغان حکومت هم له امریکا غوښتي، چې د هوکړې په تړاو سپیناوی ورکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ غواړي، چې د دې هوکړې د احتمالي ګټو او خطرونو په اړه پوه شي.

تمه کیږي، چې طالب استازي او امریکایان په لسم پړاو خبرو کې هوکړه نهایي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په دې اړه افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې ځانګړی امریکایي استازی د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره د خبرو لپاره هغه هېواد ته یو سفر هم ولري.

Trending

Exit mobile version