تازه خبرونه
د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو خبرې له لنډې دمې سره مخ شوې
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تېر ماښام څرګنده کړې وه، چې خبرې اترې مثبتې وې او دواړه لوري له خپلو مشرانو سره له مشورو وروسته بېرته خبرې پیلوي.
طالب استازیو او امریکایانو تېره یوه اوونۍ د تړلو دروازو تر شا د قطر په دوحه کې خبرې اترې وکړې او پرته له دې، چې د مذاکراتو پایله څرګنده شي؛ دواړو خواوو خبرې په لنډ مهالي توګه ودرولې.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تویت کې په ډاګه کړې: له طالبانو سره د لیدنې پر مهال مې په بګرام کې د وروستي برید په اړه، چې له کبله یې په بې پروایۍ دوه ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي؛ خپله ژوره غصه څرګنده کړه. طالبان باید د افغانانو د سولې غوښتنې ته خپله اراده او وړتیا وښيي. مونږ یوه لنډه دمه اخلو، چې طالبان له خپلو مشرانو سره د دغې بنسټیزې موضوع په اړه مشورې وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، د زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پلاوو خبرې مثبتې وې او دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې تر مشورو وروسته بیا خبرې وغزوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د افغانستان د ټیکاو او پیاوړتیا لارې چارې وڅېړل شوې او شاه محمود قریشي ښاغلي خلیلزاد ته ویلي؛ د طالبانو او امریکایانو خبرې باید ژر له سره پیل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې لپاره اړینه ده او د افغانستان شخړې ته هیڅ نظامي حل نشته.
که څه هم د دوحې د یوې اوونۍ په خبرو کې اوربند، د تاوتریخوالي کمی، د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو او د هوکړه لیک لاسلیک ته د زمینې برابرول د خبرو اترو مهمې برخې وې؛ خو ویل کیږي، چې د بګرام پر پوځي اډې د طالبانو برید پدې خبرو منفي اغېز وکړ او د ښکېلو خواوو ترمنځ اوس هم تاوتریخوالی ندی کم شوی.