لوبی

د قطر دوحه د افغانستان او پاکستان د فوتبال ملي لوبډلو د لوبو کوربه دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د قطر د دوحې ښار نن شپه د افغانستان د امید فوتبال ملي لوبډلې او د پاکستان فوتبال ملي لوبډلې تر منځ د دوستانه لوبې کوبتوب کوي.

د هېواد نوې جوړه شوې امید فوتبال ملي لوبډله له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د قطر په دوحه ښار کې د ۲۳ کلنو د آسیایي سیالۍ لپاره چمتوالی نیسي او نن شپه خپله دوه یمه لوبه له پاکستان سره ترسره کوي.

له دې مخکې افغان ملي لوبډلې د قطر الجزیرې لوبډلې ته ۹ پر صفر ماته ورکړې وه.  

ویل کیږي، چې د فوتبال د ۲۳ کلنو په دې آسیایي سیالیو کې افغانستان له قطر، عمان او نیپال سره د A په ګروپ کې یو ځای شوی دی.

Trending

Exit mobile version