تازه خبرونه

د قطر په غونډه د بهرنیو ځواکونو وتل د خبرو اصلي برخه ده- مژده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وسلوالو طالبانوته نږدې سرچینې وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل، له القاعده او نورو شبکو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف نه کارول هغه مسایل دي، چې د نن ورځې په غونډه کې پرې خبرې شوې دي.

سرچینې وايي، چې په قطر کې د طالب استازیو او افغانستان لپاره د امریکايي پلاوي له پېنځم پړاو خبرو دواړه لوري خوښ دي.

 وحید مژده، چې د طالبانو مسایل له نږدې څاري وايي، چې: په غونډه کې د ملا عبدالغني برادر او نورو طالب جګپوړو چارواکو ګډون د امریکا له تود هرکلی سره مخ شوی دی.

د ښاغلي مژده په وینا؛ په دې غونډه کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف د نه کاریدو پر مسایلو خبرې شوې.

د افغانستان اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وايي، چې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو یوازنې لار له افغان حکومت سره د وسلوالو طالبانو مخامخ خبري دي.

له بلې خوا وحید مژه وايي، چې ښايي د پنجشنبې پر ورځ به د قطر د غونډې ګډونوال له رسنیو سره خپل پرمختګونه د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې شریک کړي.

د قطر له دغې غونډې وروسته په دغه هېواد کې د افغان سیاستوالو او طالب استازیو تر منځ  بله غونډه په مارچ میاشت کې جوړیدونکې ده، چې د نظر د خاوندانو په باور به په کې له افغان دولت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو او اوربند خبرې وشي.

Trending

Exit mobile version