تازه خبرونه

د قطر اوږدې خبرې به شپږم پړاو ته وغزیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اټکلونه کیږي، چې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ د سولې روانې خبرې به شپړم پړاو ته وغزیږي.

پوره پېنځلس ورځې کیږي، چې د طالب استازيو او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ په قطر کې خبرې روانې دي؛ خو افغان حکومت د روانو خبرو په اړه اندېښمن شوی دی.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې د قطر روانې خبرې ګونګې وګڼلې او وایي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو په دغو خبرو کې به پر ولسواکه نظام معامله ونشي. خلک پدې اړه اندئښنه لري، چې باید ورته پاملرنه وشي.

امریکا وايي، چې خبرې له افغان دولت سره د وسلوالو طالبانو د خبرو د پیل په ګډون پر ۴ ټکو را څرخي.

سیاستوال بیا پر حکومت نیوکه کوي، چې ګواکې د سولې لار ترې ورکه ده.

د ولسمشرۍ نوماند شهاب حکیمي وایي، چې د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت یو- دوه ډېر کمزوري حرکتونه وکړل او اوسني حالات اوس مونږ ټولو ته د اندېښنې وړ دي.

که څه هم د قطر خبرې پټې او د پردې ترشا روانې ګڼل کیږي؛ خو افغانان یې هیله بښونکې ګڼي.

پاکستان هم تمه ښودلې، چې د قطر روانې خبرې به په افغانستان کې سوله رامنځته کړي.

د طالبانو د واکمنۍ د امر باالمعروف ريیس مولوی قلم الدین وایي، چې که تر دوه – درې ورځو د دغو خبرو پایله را بهر نشوه؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راتګ به اړین شي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ خبرې اوږدې دي او ښکاري، چې دغه خبرې به شپږم پړاو ته ننوځي او د سولې پر هوکړه به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او ملا عبدالغني برادر لاسلیکونه وکړي.

Trending

Exit mobile version