تازه خبرونه
د قطر د شپږم پړاو د خبرو په پیل کې د طالبانو او خلیلزاد اختلافات په ډاګه شوي
د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو شپږم پړاو خبرې روانې دي، چې د افغانستان سولې لپاره برخلیک ټاکوونکې یادیږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیل زاد ویلي، د دوحې خبرو په پیل کې یې له طالبانو غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کیدي او له تاوتریخوالي لاس واخلي. که څه هم، چې طالبانو ویلي وه د خبرو په دې پړاو کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او ترهګرۍ ضد هڅو کې د تضین په ورکړې بحث کیږي؛ خو زلمي خلیلزاد په یوه تویت کې ښکاره کړې: سوله دې ته اړتیا لري، چې مونږ د څلور تړلو مسایلو پر سر؛ د ځواکونو وتل، د ترهګرۍ ضد تضمین، د افغانانو خپلمنځي خبرې او د تاوتریخوالي کموالی، چې د هر اړخیز اوربند سبب ګرځي؛ ګډون وکړو. هیڅ څیز به وروستی نشي تر هغې، چې مونږ د دې څلورو مسایلو په تړاو هوکړه ونکړو.
طالبانو د زلمي خلیلزاد پر خبرو توند غبرګون ښودلی او څرګنده کړې یې ده، چې زلمی خلیلزاد باید له طالبانو څخه پر ځمکه د وسلو کېښودو فکر او خیالي غوښتنې وړاندې نکړي. غوره ده، چې خلیلزاد د شف – شف پر ځای په زغرده شفتالو ووایي.
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوود زی وایي، چې زه د امریکا له هڅو او سیاست څخه، چې د سولې په اړه یې پیل کړي ملاتړ کوم. زمونږ او د امریکا اړیکې بنسټیزې او اوږدمهاله دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي؛ د دې وخت را رسیدلی، چې مونږ سوله وغواړو، ملا عبدالغني برادر او د طالبانو تحریک ځینې نور مشران هم په افغانستان کې د سولې په لټه کې دي.
طالبان تمه لري، چې د دوحې مذاکرات له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش وروستی کړي؛ خو د زلمي خلیلزاد خبرې ښیي، چې د مذاکراتو تر وروستي کیدو پورې ډېر وخت پاتې دی.
د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي، چې خلیلزاد هم هیله من دی او طالبان هم وایي، چې د خبرو جرئیات پاتې دي. په دې خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت په ډاګه کیږي.
د دوحې مذاکرات تېره ورځ پیل شوي؛ خو روښانه نده، چې کله به پای ته رسیږي او د افغانستان سولې ته به وروستۍ پایله ولرې او که نه؟