تازه خبرونه
د قطر د دوحې خبرې له یوه ورځني ځنډ وروسته بیا پیل شوې
د طالبانو او امریکایانو تر منځ شپږم پړاو خبرې تر اوسه له هیڅ وروستۍ هوکړې پرته روانې ساتل شوې دي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي رییس شېرمحمد عباس ستانکزی وایي، امریکا ته یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره څو غوراوي وړاندې کړي؛ خو سپینه ماڼۍ، پنتاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي بېلابېل لیدلوري لري.
د دوحې خبرې دا مهال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او ترهګرۍ ضد هڅو پر تضمین راڅرخي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یوه تازه تویت کې په ډاګه کړې، چې د وسلې پر ځمکه ایښودل به د سولې د بهیر لاسته راوړنه وي.
ښاغلي خلیلزاد څرګندوي، چې ټولې خواوې د تاوتریخوالي راټیټول غواړي او دا د سولې پر لوري يو ډاډمن ګام دی.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د طالبانو پلاوی غواړي د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره شپږ میاشتې وخت وټاکل شي؛ خو امریکایان غواړي، چې په یوه کال کې دې بهرني ځواکونه ووځي.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا زیاتوي؛ کیدی شي د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره دواړه لوري د یو کال او شپږمیاشتو تر منځ یوه نېټه خوښه کړي.
د ملي یووالي حکومت تمه لري، چې د دوحې په مذاکراتو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي خبرې وشي او د ترهګریزو هڅو پر نه ترسره کولو تضمین ورکړ شي. دغه راز پر اوربند او د افغانانو پر خپلمنځي خبرو هم بحث وشي او په اجنډا کې ونیول شي.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال فریدون خوځون څرګندوي، چې پر یادو څلور برخو خبرې ډېرې اړینې دی. تر هغې، چې پر دغو ټولو برخو خبرې وروستۍ نشي؛ یوه برخه هم وروستۍ کیدی نشي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي؛ څو پورې، چې په اوربند او د افغانانو په خپلمنځي خبرو هوکړه ونشي، هیڅ څه به وروستي نشي؛ خو طالبان وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او ترهګرۍ ضد هڅو کې د تضمین ورکړه د خبرو موارد دي او پر پاتې مسایلو به بیا خبرې کیږي.
ویل کیږي، چې په قطر کې د طالب استازیو او امریکایانو خبرې به له روژې مخکې پای ته ورسیږي.
خبریال: باعث حیات