تازه خبرونه
د قندوز په قلعه زال سمیه کې د آمو د غاړې ځنگلونه پرې كيږي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
< ![endif]–>
د كندوز دقلعه زال ولسوال په یوه رسمی ناسته کې د آمو سیند په غاړه د ځنگلونو د پریکون د بندیدا بېړنۍ غوښتنه کړې ده.
د قلعه زال ولسوال حشمت الله وایي، چې په یوازې ځان د ځنگلونو د پرې کولو مخنیوی ناشونى دى.
د قلعه زال ولسوال د بلخ د کلدار سیمې اوسیدونکي د ځنگلونو په قطع کولو تورنوي، چی د آمو د سیند په غاړه یې په دې ولسوالۍ کې پرې کوي.
د كندوز والي غلام سخي بغلاني یو پلاوي ته دنده سپارلې، چی نوموړې سمې ته سفر وکړي او د ځنگلونو له قطع کولو مخنیوی وکړي.
ښاغلی حشمت الله وایي که د ځنگلونو د پرې کولو مخنیوی و نشی؛ زرگونه جریبه ځمکه به په سیند بدله، چاپېریال ککړ، د ژوو ژوند ستونزمن او حتا ډېري کلي به وران کړي.