تازه خبرونه

د قوانینو کمیتې په پېژند پاڼو کې د مور نوملیکنه ومنله

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۱, ۱۳۹۹)

د کابینې د قوانینو کمیتې تېره ورځ دوشنبه د نفوسو د ثبت په قانون کې د بدلون هغه طرحه ومنله، چې له مخې به یې په پېژندپاڼو کې نور د مور نوم لیکل کیږي.

د تعدیل یاده طرحه د عدلیې وزارت او د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې له لوري په ګډه جوړه شوې ده.

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مشر د تعدیل د یادې طرحې د اړتیا په اړه ویلي، چې د احصائیې او معلوماتو په اداره کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د مدغم کیدو او په همدې ډول د یو شمېر مدني فعالانو له لوري په تذکره کې د مور نوم د زیاتیدو د غوښتنې په خاطر، د قانون د تعدیل دغه طرحه جوړه شوې ده.

د ناستې ګډونوالو د قانون د تعدیل د یادې طرحې د اړتیا په اړه د خپلو نظریاتو د وړاندې کولو ترڅنګ، یاده طرحه تائید کړه.

دا طرحه له هغه وروسته وړاندې کیږي، چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو څه وخت مخکې په پېژندپاڼو کې د مور نوم د لیکلو لپاره کمپاین پيل کړی و.

که دا طرحه د کابینې د عمومي ناستې او ملي شورا له خوا تصویب شي؛ نو په پېژندپاڼو کې به د پلار نوم ترڅنګ د مور نوم هم ور ځای شي.

Trending

Exit mobile version