تازه خبرونه

د قومندان علیپور پلویانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۷, ۱۳۹۹)

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د قومندان علیپور تر قومندې لاندې یو شمېر وسلوالو د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو بریدونه کړي دي.

د میدان وردګ والي ویاند محب شریف زوی ویلي؛ عليپور، چې د تورې قومندان نومول شوی؛ تېره ورځ یې یو شمېر پلویانو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دوه سرتېري ټپیان کړي او یو بل یې له ځان سره ژوندی وړی دی.

محب شریف زوی زیاته کړې، چې دې کسانو څو میله سپکې او درندې وسلې او یو هاموي تانک هم ناڅرګند لوري ته لیږدولی دی.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه د پلټنو له پیلیدو خبر ورکړی دی.

د تورې خاوند علیپور تر دې دمه د پېښې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا د تورې خاوند قومندان علیپور په کابل کې ونیول شو، چې بیا په کابل کې د یو لړ له تاوتریخوالي څخه د ډکو پراخو اعتراضي لاریونونه په پایله کې حکومت اړ شو، چې

هغه خوشې کړي.

Trending

Exit mobile version