تازه خبرونه

د قومي تعصب او امریکایي ډیموکراسۍ د ساتنې پر پلمه هیڅوک د درېدو حق نلري – قطرت

Published

on

د اسلامي امارت لوی درستیز د چارشنبې پر ورځ / د وږي ۲۴ /  یوې ولسي ناستې ته ویلي؛ هیچا ته اجازه نشته، چې د ډیموکراسۍ، قومي تعصب او تېرو شل کلنو لاسته راوړنو د ملاتړ پر پلمه د اسلامي امارت پر ضد ودریږي او که هرڅوک داسې کوم ګام پورته کړي؛ وبه ځپل شي.

د هېواد لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت څرګنده کړې؛ افغانستان به په راتلوونکي کې داسې یو پیاوړی او منظم پوځ ولري، چې په خپلواکه توګه د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

قاري فصیح الدین فطرت وایي، چې د پوځ پر جوړښت خبرې او مشورې روانې دي.

دی ټینګار کوي؛ د پوځ منسوبین باید داسې وروزل شي؛ چې وکړای شي له افغانستان دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړې: هغه کسان، چې د امنیت د ګډوډولو او کورنۍ جګړې د پیل په هڅه کې دي؛ وبه ځپل شي.

د ناستې برخوالو هم د افغانستان د خلکو پر یووالي ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت غړي قاري جمال الدین ویلي؛ خلک باید متحد شي او له نظامه ملاتړ وکړي، چې هېواد ودان کړو.

په بدخشان کې د اسلامي امارت مفتي عبدالقدیر غفوري ویلي؛ له اسلامي امارت څخه مو هیله داده، چې بریالیتوب لپاره د نفاق او بدبینئ مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې افغانستان څه باندې درې نیم سوه زره وسلوال ځواکونه درلودل، چې د طالبانو لخوا د واک له نیول سره دړې وړې شول. اوس روښانه نده، چې آیا په نوي جوړېدونکي پوځ کې به له دوی کار واخیستل شي او که نه؟!

Trending

Exit mobile version