تازه خبرونه
د قوم پالنې په اړه به د چارو ادارې اړوند سند وڅېړل شي- دواخان مینه پال
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي؛ د قوم پالنې په اړه به د چارو ادارې اړوند ښکاره شوی سند و څېړل شي.
د چارو ادارې د څارنې او ارزونې څانګې مرستیال پورې اړوند سند، چې یوې ورځپاڼې خپور کړی، بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال څرګنده کړې، چې د اساسي قانون له مخې د افغانستان ټول وګړي پر یو او بل غوروالی نلري او هیڅوک نشي کولیپه حکومتي ادرو کې قومي غوښتنو ته لمن ووهي.
نوموړي زیاته کړې، چې د چارو ادارې اړوند ښکاره شوی سند به وڅېړل شي
سیاسي بهیرونه د حکومت کمزورتیا د دغه راز مسایلو عامل بولي.
د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي وایي، ټول پوهیږي، چې قومي غوښتنو ته لمن وهل دولت کمزوری کوي او دا کار د هېواد له اساسي قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. مونږ غواړو، چې ولسمشر دې په دې اړه ژوره څېړنه تر سره کړي.
د ملي شورا ځینې غړي هم دغه سند د اندېښنې وړبولي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازی احمد بهزاد وایي، دغه سند په ډاګه کوي، چې دولت په قومپالنې او حکومتپالنې کې پراخ لاس لري.
د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال محمد علم ایزدیار وایي، دا د شرم ځای دی، چې د ارګ د چارو ادره قومي او نژادي غوښتنو ته لمن وهي. دا کار د افغانستان ملي وحدت ته سخت ګوزار دی.
کوم انځور، چې د سې شنبې له ورځې لاس په لاس کیږي، په کې ثواب الدین مخکښ د ځان خلاف ټولې ادعاوې ردوي او خپاره شوي سندونه جعلي بولي.
د چارو ادارې د ارزونې او څارنې څانګې پخوانی مرستیال ثواب الدین مخکښ وایي، خپاره شوي اسناد جعلي دي او په هیڅ راز قانوني نه ګڼل کیږي.
د دې سند له خپرېدو وروسته مخکښ له خپل مقامه استعفا کړې ده.
خبریال: علی اصغري