سیمه ییز خبرونه
د كابل او واشنګټن تر مېنځ د امنيتي تړون لاسليك ډېر مهم دى
په افغانستان كې د امريكايي او ائتلافي ځواكونو عمومي قوماندان د دغه مطلب په څرګندولو سره ويلي، چې د دغه تړون لاسليك د افغانستان د روښانه راتلونكې لپاره افغان امنيتي ځواكونه او افغان وګړي هيله مند كړي او د افغان او امريكايي سرتېرو لپاره به برخليك جوړونكې ووسي.
په افغانستان كې د امريكايي او ائتلافي ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ له اسوشیتد پرس له ورځپاڼۍ سره په خپلو تازه خبرو كې ويلي، چې د كابل او واشنګټن تر مېنځ د امنيتي تړون لاسليك مهم او د افغان او امريكايي سرتېرو لپاره برخليك جوړونكى بللى دى.
په افغانستان كې د ائتلافي ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ همدارنګه ووېل:
په دې كې شك نه شته، چې د دغه تړون لاسليك به په لومړي ګام كې افغان ځواكونو او د افغانستان خلكو ته يو روښانه پېغام وركوي او د هغو ګواښونو پر وړاندې، چې په راتلونكو مياشتو كې به مونږ په ګډه ورسره مخ كېږو د دوى د مقابلې ځواك زياتوي، څه چې اوس مهال مهم دي هغه دا دي، چې د افغانستان خلك او امنيتي ځواكونه په دې باور وكړي تر څو مونږ اوس او په راتلونكې كې د دوى ملاتړي يو.
نوموړى زیاتوي، چې دغه تړون به د وسله والو طالبانو هغه هيلې له خاورو سره خاورې كړي، چې افغانستان ته يې د را ستنېدو په برخه كې لري.
هغه همدارنګه وایی، شاوخوا شل كاله كېږي، چې افغان دولت او وسله وال طالبان، چې دواړه افغانان دي په خپلو كې مخالفت لري او مېز ته د دوى كېښنول اسان كار نه دى، مونږ په دغه اوړي كې د وسله والو طالبانو په هڅو ښه خبر يو دوى د ډېرو سيمو د نيولو، د بريدونو او ځانمرګو بريدونو لپاره هڅه كوله خو افغان ځواكونو د دوى دا هڅې شندې كړي دي. همدا راز زه فكر كوم، چې دغه تړون به وسله والو طالبانو ته هم يو پېغام وكړي تر څو زمونږ وتلو ته په تمه ونه وشي.
له همدې سره يو وخت د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
د امريكا او افغانستان تر مېنځ د امنيتي تړون پر سر په خبرو كې پرمختګ شوى دى.
په داسې حال كې، چې څه موده وړاندې په كابل كې د امريكا سفارت ويلي وو، چې د امنيتي تړون د لاسليك لپاره پړاوونو د پاى ته رسېدو خبر وركړ او يو شمېر امريكايي ديپلوماتانو تر راتلونكو دوه مياشتو د دغه تړون پر لاسليك ټينګار وكړ، خو افغان دولت وايي، چې د دغه تړون د لاسليك لپاره هېڅ ډول زماني ضرب العجل نه دى ټاكل شوى.