سیمه ییز خبرونه
د كابل او واشنگتن تر منځ د امنيتي هوكړې لاسليك يوه اړتيا ده
د امريكا د دفاع وزارت يوه چارواكي په ډاگه كړې، چې كه د افغانستان او امريكا د مركچيانو تر منځ خبرې په ټاكلي وخت تر سره نشي؛ نو ناورين راوړونكې به وي.
د كابل او واشنگتن تر منح د امنيتي هوكړې لاسليك امريكا بې صبره كړې؛ خو افغانستان د خپلو غوښتنو د منلو په تمه دى.
د امريكا د دفاع وزير مرستيال آش كارتر د روانې مياشتې په پيل كې افغان مشرانو ته وويل، چې:
مونږ اړ يو، چې ژر تر ژره دغه هوكړه لاسليك شي؛ ځكه مونږ او متحدين غواړو راتلونكي پروگرامونه جوړ او افغان ځواكونه ځواكمن كړو، چې و كولى شي ښه ژوند وكړي.
دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د ملگرو ملتونو په عمومي ناسته كې څرگنده كړه، چې له دغې هوكړى موخه په افغانستان كې سوله او امنيت دى.
د امريكا دفاع وزارت د اكتوبر مياشت د دغې هوكړې د لاسليك لپاره ښه وخت گڼلى دى.
دغه راز د پنتاگون چارواكي د هوكړې په اړه ډاډمن دى او وايي، پاتې اختلافات د نه حل وړ نه دي؛ خو نه په ډاگه كوي، چې دا اختلافات پر كومو ستونزو راڅرخي.
له دې مخكې ولسمشر حامد كرزي ويلي ول، چې پر افغانستان تېرى دې روښانه راوپېژندل شي.