سیمه ییز خبرونه

د كابل او واشنگټن ترمنځ د امنيتي تړون څېړونكې جرگه گۍ دې مسلكي وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې يو شمېرغړي د هغې جرگه گۍ غړي نامسلكي بولي، چې ولسمشر د كابل او واشنگټن ترمنځ د امنيتي تړون د څېړلو په موخه ټاكلې ده.

دوى غوښتنه وكړه، چې:

د ولسي جرگې او حكومت له لوري دې يوه گډه جرگه گۍ جوړه شي، چې مسلكي خلك ورته وټاكل شي.

د ولسي جرگې غړي نوراكبري د هغه كميسيون غړي غير مسلكي بولي، چې ولسمشرد امريكا او افغانستان ترمنځ د امنيتې تړون د څرنگوالي د څېړلو په موخه ټاكلى دى.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي د دغه كميسيون د ټاكلو پر تركيب نيوكې وكړې.

د ولسي جرگې غړي منور شاه بهادري د افغانستان په لويديځ كې د هرات ولايت پريو شمېر سيمو د ايران له خوا توغنديز بريدونه په كلكه وغندل او له دولت څخه يې وغوښتل، چې په ورته عمل لاس پوري كړي.

د يادونې وړده، چې له امريكا سره د افغانستان امنيتي تړون د افغانستان د ثبات او د دغه هېواد د پولو د ساتلو په برخه كې د كابل او واشنگټن ترمنځ د ستراتيژيكوهمكاريو د تړون يوه مهمه برخه ده.

افغان ولسمشر د دغه تړون د څرنگوالي د څېړلو په موخه په امريكا كې د افغانستان د سفير اكليل حكيمي په مشرۍ يو كميسيون ټاكلى دى، چې د دغه سند لومړني كارونه وڅېړي.

Trending

Exit mobile version