سیمه ییز خبرونه

د كابل باريك آب ولسوالي د لومړني كرنيز_ اقتصادي زون په نوم ونومول شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل د ښاري پراختيا چارواكي وايي، چې د لومړني كرنيز_ اقتصادي زون په جوړيدو د افغانستان كرنيز محصولات به  په لوموړي ځل په نړيوالو ميعارونو برابر او د آسيا او اروپا بازارونو ته وليږل شي.

د دې ادارې د چارواكو په وينا، په دغه پروگرام كې د پېنځه سوه ميليونو دالرو د جذب او شاوخوا شل زره كسانو ته د كار زمنيه برابره شي .

د كابل د نوي ښار د پراختيا اداره وايي، چې په باريك آب ولسوالۍ كې ۳۶۵۰۰ جريبه ځمكه كرنې ته برابره شوې او د افغانستان د محصولاتو صادرات به څلويښت سلنه لوړ شي .

د دغې ادارې اجرائيوي ريس غلام سخي حسن زاده وايي، چې  وچه او تازه ميوه ، تركاري، طبي او عطري بوټي او د كشميرې وړۍ  به  د دغه زون اساسي توليدات وي.

د كابل چارواكي وايي، چې د دې پروژې څېړنې او تخنيكې كارونه د ( گلوبل اگري سيستم ) شركت له خوا بشپړ شوي او خصوصي سكتور ته به د دوطلبۍ لپاره وړاندې شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان گڼ شمېر وگړي په كرنه او باغدارۍ اخته دي؛ خو د افغانستان توليداتو د پلور لپاره د كورنيو او بهرنيو بازارونو نه شتون اوس هم د كروندگرو او بڼوالو لپاره اساسي ستونزه بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version