سیمه ییز خبرونه
د كابل بانك بحران به د افغانستان په نورو بانكونو كې تكرار نه شي
د افغانستان بانك وايي، د كابل بانك بحران به د افغانستان په نورو سوداگريزو بانكونو كې تكرار نه شي.
په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش ادارې( سیگار) په افغانستان كې د بانكدارې پر بهير نيوكه كړې ده.
دغه بنسټ په خپل وروستي رپوټ كې ويلي، چې د افغانستان بانك د ټيټ ظرفيت او د بانكدارۍ د فعاليتونو د څارنې په اړه د بشپړو مقرراتو د نشتوالي له كبله د دې وېره شته، چې څو نور بانكونه هم د كابل بانك په برخليك اخته شي.
د افغانستان بانك مرستيال خان افضل هډه وال د سيگار دا څرگندونې په كلكه رد كړې دي او وايي، چې د كابل بانك بحران به د افغانستان په نورو سوداگريزو بانكونو كې تكرار نه شي.
له بلې خوا په افغانستان كې د خصوصي بانكونو رييس خليل صديق كه څه هم د خصوصي بانكدارۍ په بهير كې ځينې ستونزې مني او وايي:
هيڅ داسې نښه نشته، چې په افغانستان كې د بانكدارې احتمالي ماتې څرگندې كړي .
سيگار له دې كبله، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ امنيتي تړون نه دى لاسليك شوى د دې ستونزې د حل لپاره كوم ځانگړى وړانديز نه دى وړاندې كړى؛ خو ويلي يې دي، چې د افغانستان بانك د څارنې د نويو كړنلارو په جوړولو كې د مرستندويه بنسټونو ډېرو مالي او تخنيكي همكاريو ته اړتيا لري.