سیمه ییز خبرونه

د كابل بانك بنسټ اېښودونكى او د دې بانك مرستيال په پنځه پنځه كاله بند محكوم شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل بانك بنسټ اېښودونكى شيرخان فرنود او د دې بانك مرستيال خليل الله فېروزي د ځانګړې محكمې له خوا په پنځه پنځه كاله بند محكوم شول.

د كابل بانك په بحران كې د ۲۱ ښكېلو كسانو محكمه د سې شنبې په ورځ ( د کب ۱۵ ) په علني توګه تر سره شوه.

د كابل د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د محكمې څارنوال نصرالله لګول شوي تورونه لكه د ناقانونه پورونو وركړه، نامعلومو كسانو ته د پور وركړه، بهر ته له بانك څخه د زياتو پېسو ويستل، او د خلكو له اېښودل شويو پېسو څخه ناوړه مديريت، چې د كابل بانك د بحراني كېدو لامل شو، په ګوته كړل.

د كابل بانك په بحران كې تورنو كسانو شيرخان فرنود او خليل الله فېروزي پر ځان لګېدلي تورونه رد كړل او د هغو كسانو د پېژندنې غوښتنه يې وكړه، چې د كابلبانك په بحراني كولو كې اصلي عاملين دي.

ځانګړې محكمه پنځوس تنه د كابل بانک په بحران كې د زميني په برابرولو، له مديريت څخه په  ناوړه استفادې تورنوي، چې له دې ډلې څخه يوويشت تنو ته يې د محكمې حكم اورول شوى دى.

د كابل بانك ديارلس تنه برخوال هم د دغه بانك د پېسو څخه د ناوړه ګټې په پورته كولو تورن دي، چې اوس مهال په عدليې او قضايې بنسټونو كې دوسيې نه لري او د كابل بانك او مركزي بانك په شپاړسو كاركوونكو هم تور لګېدلي، چې د كابل بانك په بحران كې يې له خپل مديريت څخه ناوړه ګټه پورته كړې، چې اوس مهال په هېواد او يا هم له هېواد بهر د فرار په حالت كي دي.

د كابل بانك د ځانګړې محكمې رئيس شمس الرحمن شمس تورنو كسانو ته له يو كال څخه تر پنځو كلونو پورې د بند سزا واوروله.

د كابل بانك د عامل پلاوي رئيس په پنځه كاله بند، د كابل بانك د مديره پلاوي رئيس خليل الله فېروزي په پنځه كاله بند، د نوى كابل بانك رئيس موسى غازي په درې كاله بند، د مركزي بانك پخوانې رئيس عبدالقدير فطرت په نه شتون كې په دوه كاله بند او د مركزي بانك پخوانۍ مرستيال محب الله صافى په يو كال بند محكوم شول.

دا وروستۍ پرېكړه نه ده او په بند محكوم شوي كسان په دوه نورو محكومو كې د عدالت غوښتنه كولاى شي.

د كابل بانك په بحران كې ښكېلو كسانو ته د جزا اورولو د دغه كسانو غبرګون هم له ځان سره درلود.

دوه كاله وړاندې د هېواد لوى خصوصي بانك يعنې نوی كابل بانك له مالي بحران سره مخ شو خو له امله يې تر اوسه د افغانستان كمزورۍ اقتصاد له بحران سره لاس او ګريوان دى.

Trending

Exit mobile version