سیمه ییز خبرونه

د كابل بانك رئيسانو ته پنځه كاله بند بسنه نه كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او ارزونې ګډه كمېټه د كابل بانك د  بحران د رسيدګي لپاره د ځانګړې محكمې پرېكړه د قناعت وړ نه بولي.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د كابل بانك بحران ته د رسيدګى ځانګړې محكمې د دغه بانك دوه پخواني مشران لكه شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي په پنځه كاله بند محكوم كړل.

كابل بانك په ۲۰۱۰ كال كې د شاوخوا نهه سوه ميليونو ډالرو د اختلاس له امله له ماتي سره مخ شو.

همدا راز د اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې ګډه كمېټه د كابل بانك د بحران لپاره د ځانګړې محكمې پرېكړه د قناعت وړ نه بولي، د دغه بنسټ چارواكي وايي:

د كابل بانك رئيسانو ته پنځه كاله بند بسنه نه كوي او هغه كسان هم بايد محكمې ته وړاندې شي، چې د دغه بانك په اختلاس كې ښكېل دي.

كابل بانك په افغانستان كې د شته نيمګړتياوو او له اداري فساد سره د مبارزې ښكارندوى دى، د لویی ځارنوالۍ په ګډون كليدي دولتې ادارې زمونږ د سپارښتنو په وړاندې چپې پاته شوې دي. هغه څه، چې مونږ د كابل بانك بحران ته د رسيدګى په وروستۍ محكمه كې وليدل د ميليونونو ډالرو د حصولولو له پاره مناسب نه وو.

له همدې سره د افغانستان د شفافيت ادارې رئيس ايمل ترابي وايي:

افغان دولت بايد د افغانستان له بانكونو څخه د څارنې رڼې كړنلارى په لار واچوې تر څو د كابل بانك د بحران پېښه بيا را مینځته نه شي.

دوه كاله وړاندې د كابل بانك اصلي شريكانو دغه بانك ته د خلكو له خوا وركړل شويو پېسو ډېره اندازه په پور اخستې وې، له همدې سره د كابل بانك بحران ته د رسيدګى د ځانګړې محكمې رئيس شمس الرحمن شمس وايي، چې د هغو كسانو دوسيې به د افغانستان د قوانيو په اساس وڅېړل شي، چې د كابل بانك د پېسو په اختلاس كې ښكېل دي.

د كرول اسوشيتس په نامه يوه څېړونكې شركت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۰ كال كې كله، چې د كابل بانك ټوله شتمنې كنګال شوه د دغه بانك د پورونو ډېره برخه، چې شاوخوا نهه سوه ميليونه ډالر كېدل نولسو كسانو يا شركتونو ته وركړل شوې دي.

Trending

Exit mobile version