سیمه ییز خبرونه

د كابل بېوزليو او په خيمو كې د ژوند كوونكيو وگړيو ستونزې ډېرې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ژمې په رارسيدو سره په كابل كې د بېوزلو او په خيمو كې د ژوند كوونكيوو وگړيو ستونزې څو برابره زياتيږي،  بې كاري، بېوزلي، بېماري او له ټولو سخته بې كوري هغه ستونزي دي، چې دغه وگړي ورسره مخ دي، سلگونه ماشومان او سپين ږيري تر دغو يخو خيمو لاندې ناست دي او پر خپلې بېوزلۍ اوښكې تويوي.

دغه كسان وايي، چې يوازې مرگ يې له دې لويې ستونزې څخه ژغورلى شي.

د آريانا خبريال وايي:  يوه  مور، چې له يو كال را پديخوا په كټ كې پرته دخپلې ناروغۍ لامل يخه هوا  بولي.

له ټولو څخه زيات په دغه كمپ كې د ماشومانو وضيعت د انديښنې وړ دى.

دغه خلك وايي:

هر كال د ژمي په را رسيدو د سون او خوراكي توكو بيې لوړيږي او كورني بې ځايه شوي وگړي له خپلې راتلونكې اندېښمن دي.

د كډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا نهه شپيته زره د افغان  كورنيو بې ځايه شوي وگړي د ملگرو ملتونو د كډوالو چارو په عالي كمشنرۍ كې ثبت شوي، چې درې زره كورنۍ يې اوسمهال په كابل كې ژوند كوي او دولس سوه كورنۍ يې د كابل په قمبر څلور لارې كې ميشته دي.

Trending

Exit mobile version