سیمه ییز خبرونه

د كابل د بگرامۍ بېوزلې كورنۍ د بيات بنياد له ژمنيو مرستو برخمنې شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې بيات بنياد د ژمي په را رسيدو خپلې ژمنۍ مرستې اړو او بېوزلو كورنيو ته پيل كړې دي. د ژمي موسم، چې په تېرو كې د رحمت موسم بلل كيده؛ اوس بېوزلۍ، بيكارۍ او د جگړې كړكېچ دا موسم افغان وگړيو په ځانگړي توگه بېوزلو ته د كړاو او بېوسۍ پر موسم اړولى دى.

د كابل د بگرامۍ سيمه، چې جگړو او بېوزلي ځپلې په كې يو زيات شمېركورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات له خپلې كارې ډلې سره يو ځاى په دې سيمه كې د خوراكي موادو، البسې، كلوشو او شړيو مرستې ووېشلې.

د بيات بنياد لوى مشر له ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو وغوښتل، چې د افغانستان بېوزلي خلك په ځانگړي توگه د ژمي په موسم كې هير نه كړي.

ټاكل شوې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې د هېواد اتلس ولايتونه تر پوښښ لاندې راولي.

دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ(د مرغومي۱۶) بيات بنياد د دولتي مطبعې اړو كاركوونكيو ته د خوراكي توكو او البسې مرستې وېشلې دي.

Trending

Exit mobile version