سیمه ییز خبرونه

د كابل د تهيه مسكن په روزنتون كې بيات بنياد د انټرنټ څانگه گټې اخيستنې ته وسپارله

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل د تهيه مسكن روزنتون د كمپيوټر او انټرنټ څانگه د بيات بنياد له خوا طرحه، د ورځې په پرمختللې تكنالوژي سمباله او گټې اخيستو ته وسپارل شوه.

د دې څانگې د پرانيستې پرمهال د بيات بنياد بنسټ ايښودونكي، د كار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال، د روزنتون مسوولين او ميرمن فاطمه ليا بيات شتون درلود.

له ښوونې او روزنې سره مرسته او همكاري د بيات بنياد د كارونو مهمه برخه جوړوي، چې د دې بنياد له را منځته كيدو سره سم له دې بهير سره مرستې پيل شوي او روانې دي.

بيات بنياد دا ځل د كابل ښار د تهيه مسكن د روزنتون د كمپيوټر او انټرنټ څانگه طرحه او پر پرمختللې تكنالوژۍ سمباله كړه.

د روزنتون دا څانگه د بيات بنياد د پروژو د يوې تنظيم كوونكې فاطمې ليا بيات په شتون كې د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې ۱۲) پرانيستل شوه.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجينر احسان الله بيات د دې څانگې د پرانيستې پرمهال له كمپيوتر او انټرنټ څخه پر سالمې  استفادې د ټينگار تر څنگ وويل:

د استعدادونو د ودې لپاره دا د نننۍ نړۍ يوه مهمه اړتيا ده.

د كار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال واصل نور مومند د هېواد د روزنتونونو لپاره د بيات بنياد مرستې مهمې او اغېزمنې وبللې اوهيله يې ښكاره كړه، چې:

زده كوونكي ترې په ښه توگه گټه واخلي.

د روزنتون رييس او يو شمېر زده كوونكيو د بيات بنياد له لوري د كمپيوټر او انټرنټ د برخو فعالول د افغانستان د ښوونيز نظام د ښه والي لپاره مهم گام وباله.

د تهيه مسكن روزنتون، چې د بې سرپرسته ماشومانو او تنكيو ځوانانو د ساتنې يو مهم مركز دى، په كې شاوخوا څلورسوه كسان اوسيږي.

بيات بنياد د دې مركز په بيا رغاونې او كتابتون برخو كې مهمه ونډه درلوده.

د يادونې وړ ده، چې دې بنياد په نورو ولايتونو كې هم د بېخبناوو په برخه كې فعاله ونډه اخيستې، چې اوس ترې زرگونه بې سرپرسته ماشومان گټه پورته كوي.

Trending

Exit mobile version