سیمه ییز خبرونه
د كابل د شكردرې ولسوالۍ له سيلاب ځپليو سره دولت مرسته نه ده كړې
د كابل د شكردرې ولسوالۍ سيلاب ځپلې كورنۍ شكايت كوي، چې دولت ور سره هيڅ راز مرسته نده كړې.
د شكر درې ولسوالۍ په غازه كلي كې د تېرې شنبې په ورځ(د زمري۱۹) سيلابونو د مالي زيانونو تر څنگ ۲۲ تنه د اته ماشومانو په گډون د ژوندانه له خوږو بې برخې او درې تنه ټپيان كړل.
د سيلاب ځپليو سيمو خلك وايي، چې د سيلابونو زيانونه ډېر دي؛ خو دولت تر دې دمه هيڅ راز مرستې نه دي كړي.
د آريانا تلويزيون خبريال عبدالوكيل نايبي د لارې په اوږدوكې د يو شمېر موسسو موټر ليدلي، چې د مرستو لومړني توكي يې د سيلاب ځپليو سيمو پر لوري ليږدول.
د عامې روغتيا وزارت روغتيايي ډله سيمې ته ليږلې، چې د سيمه ييزو خلكو لپاره د څښك پاكې اوبه برابرې كړي.
د يو شمېر پلټنو له مخې سيلابونو له سل ډېرې چينې او كاريزونه بند او خلك يې د څښاك د پاكو اوبو له ستونزو سره مخ كړي دي.
د بېړنيو حالاتو كميټې رييس دايم كاكړ وايي، چې تر اوسه د شكر درې د سيلاب ځپليو سروې بشپړه شوې نه ده؛ نو، ځكه هغوى ته مرستې نه دي رسيدلي.
د ښاغلي كاكړ په وينا، د قربانيانو هرې كورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ او د هر كور و پلورنځي ړنگيدونكيو ته ۱۵ زره افغانۍ په نظر كې نيول شوي دي.
ويل كيږي، چې پر دولتي مرستو سربېره د سره صليب، سرې مياشتې، آى او ام او نورو خيريه موسسو مرستې هم سيلاب ځپليو سيمو ته تيارې شوي او ډېر ژر به ورورسيږي.