پرمختګ او بشپړتیا
د كابل د طب پوهنتون د زړه ناروغيو په انستيتيوت كې سوری زړه عمليات شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د كابل طب پوهنتون استاد شرين آقا ظريف وایي، اوس د لومړي ځل له پاره د كابل طب پوهنتون استادان بريالي شوي، چې د يوې ۱۱ كلنې نجلې( مريم) عمليات په برياليتوب ترسره كړي.
د زړه ناروغيو داكتر منوچهر تيموريان وايي كه، پرمختللي وسايل اوامكانات ولرو كولى شو په دې مركز كې د زړه نور عمليات هم تر سره شي.
د لوړو زدكړو وزيره فريده مهمند دا يوه لويه لاسته راوړنه گڼي او وايي، د زړه ناروغيو انستيتيوت ته به نورامكانات او وسايل هم چمتو شي.
د مريم پلار خوښ دى، چې د لوروړيا درملنه یې په خپل هېواد کې وشوه او له داكترانو مننه كوي.