سیمه ییز خبرونه
د كابل د ميلاد په نوم لويه علمي غونډه جوړه شوه
د كابل د دوه زره اته سوه دوه اتيايمې كليزي په وياړ د كابل ميلاد په نوم لويه علمي غونډه جوړه شوه. د دغې غونډې موخه د كابل پر لرغونتون څيړنه كول او په راتلونكې كې په دې باب د مطالعو د څيړنو ته د لارې پرانيستل بلل شوي دي.
كابل، چې يو وخت د تاريخ د مدنيت پنځم ښار بلل كېده اوس مهال د ژوند له ټولو امكاناتو څخه بې برخې دى.
په همدې حال كې د كابل ښاروالى د يوې څېړنيزي او علمي غونډې په ترڅ كې يو شمېر څېړونكې سره راټول كړل تر څو دغه ښار ته د ښاري خدمتونو د وړاندې كولو له پاره لارې چارې ولټوي.
افغان ولسمشر هم دغې غونډې ته پېغام په لېږلو سره ټينګار كړى، چې د كابل پخوانيو او اوسنيو ستونزو ته دې د حل لار پېدا شي.
د دغې غوڼدې پر مهال د كابل په باب ۲۶ علمي مقالي، د موسيقۍ ۳۰ پارچې او ۱۲ شعرونه ولوستل شول او تر څنګ يې اويا پارچې نقاشي او خطاطي نندارې ته وړاندې شول.
كابل ښاروال محمد يونس نو اندېش كه څه هم زورواكي، ساختماني سرغړونې، د ځمكو غصب د ښاروال په وړاندې جدي ستونزې ګڼي خو زياتوي، چې يو لړ پرمختګونه هم تر سره شوي دي.
په همدې حال كې د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين بيا نيوكه كوي، چې د كابل تاريخي ځايونو بيارغونې ته لږه پاملرنه شوې ده.
د دغې غونډې برخوال ميلاد كابل ته درناوى د فرهنګي ميراثونو ساتل گڼي، په دغه غونډه كې د كتاب، لاسي صنايعو، او د قالينو نندارتون نندارې ته وړاندې شو.
همدا راز د كابل اوسېدونكو د كلتور د ژوندې كولو په نوم د توپ درې ډزې وشوې.