سیمه ییز خبرونه
د كابل د نوي ښار جوړونې تړون له يو شمېر شركتونه سره لاسليك شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د كابل د نوي ښار د لومړي پړاو د بشپړولو لپاره تړون د څه باندې يو ميليارد دالرو په ارزښت له يو شمېر نړيوالو شركتونو سره لاسليك شو.
د كابل د نوي ښار د پراختيا اجرائيوي رييس غلام سخي حسن زاده وايي، چې:
د دغه تړون په عملي كيدو به د كابل د نوي ښار زياتره رغنيزې چارې پلې شي.
ښاغلى غلام سخي حسن زاده زياتوي، په راتلونكيو اته كلونو كې د يو ميليارد دالرو پر لگښت د كابل په نوي ښار كې شپږ زره كورونه د څه نا څه څلوېښت زره كورنيو لپاره جوړيږي.
د افغانستان كابينې اووه كاله مخكې پرېكړه وكړه، چې د كابل د شمال ختيځ په ده سبز كې د درې ميليون كسانو لپاره نوي ښار جوړ كړي، خو تر اوسه د دغه ښار د جوړښت چارې ځنډيدلې وې.