تازه خبرونه

د كابل د څرخي پله له زندان څخه ۳۰۰ بنديان خوشې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د ځانگړي فرمان له مخې د كابل د څرخي پله له زندان څخه ۳۰۰ بنديان آزاد شول.
د دې زندان مسولين وايي، دا بنديان د غويي د اتمې يا د مجاهدينو د برياليتوب د ۲۲ كليزې په وياړ صادر شوى. د دوي په وينا، تر اوسه د دې فرمان له مخې، ۵۴۵ بنديان خوشې شوي او ژر به نور بنديان هم خوشې شي، چې يو شمېر يي له طالبانو سره د ملگرتيا په دليل بنديان شوي ول.
د څرخي پله د زندان رييس سردار محمد ځاځى وايي، د دې بنديانو د بند موده له پېنځه كلونو كمه وه او كوم بنديان، چې د بند موده يي له يوه كاله لږ وي، خوشې كيږي.
د نوموړي په وينا، البته كوم بنديان، چې په پېنځه كاله بند محكوم شوي، بايد د خپل بند يو نيم كال يي تېر كړى وي. همدا راز به هغه بنديان، چې پر لس كاله بند محكوم شوي، هم ژر خوشې شي.
د ولسمشر له خوا هر كال د ځينو مناسبتونو له كبله د ځينو بنديانو آزادول له لويديځو هېوادونو سره په اړيكو كې تل لانجمنه مساله ده. له څو كلونو را په ديخوا هر كال د ځينو مناسبتونو له وجې د ولسمشر په فرمانونو ځينې بنديان خوشې كيږي او د ځينو د بند موده كې هم كموالى راځي.

Trending

Exit mobile version