سیمه ییز خبرونه

د كابل د چهلستون سړك د جوړولو چارې بشپړې شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كابل ښار والۍ د يكشنبې په ورځ(د وږي ۳۱) د كابل د چهلستون سړك د جوړولو چارې، چي دوه كاله مخكي يې پيل كړې وې بشپړې كړې.

په دې سړك  درې نيم ميليون افغانۍ لگول شوې دي.

د كابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي، د چهلستون سړك له بابربڼ څخه تر چهلستون ماڼې پورې  نږدي ۵  كيلو متره اوږدوالي لري او د كابل ښاروالۍ له بوديجې  د دوه كلونو په موده كې جوړ او گټي اخستني ته چمتو شو.

د نوموړي په وينا، د سړك له جوړيدو سره به د سيمي د گڼ شمېر خلكو ستونزي حل شي.

كابل ښاروال وايي، چې په نږدې راتلونكي كې به  د كابل سيند د پاكولو او د ده مراد خان سړك د جوړولو چارې هم پيل شي.

دغه راز په همدې ورځ د كابل ښاروال لخوا د چهلستون قصر ته څيرمه د ښځو لپاره د فاتحې د يوه څلور پوړيزه سالون د بنسټ ډبره هم  كيښودل شوه.

د ښاروال په وينا، د دغه سالون د جوړولو چارې به په ۲۶ ميليون افغانيو په  يوه كال كې بشپړې شي.

Trending

Exit mobile version