تازه خبرونه
د كابل د ښځينه زندان ۲۶ ښځې خوشې شوې
د كابل د ښځينه زندان شپږ ويشت ښځې په داسې حال كې خوشې شوې، چې دوه نورو په اعدام محكومو ميرمنو له نهه ورځو راهيسې غذايي اعتصاب كړى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
ويل كيږي، چې محكمې د دغو دوه زندانيانو د اعدام حكم كړى، خو ولسمشر حامد كرزى يې نه توشيح كوي.
دا دوه ميرمنې وايي: يا دې اعدام شي او يا دې ولسمشر د خوشي كيدو حكم وكړي.
د دوى په وينا په بند كې پاتې كيدل ورته د زغم وړ نه دي.
زندانیان میگویند این کار مثل مرگ تدریجی برای آنان است .
حامد كرزي د مارچ په اتمه د ۲۶ ښځينه بنديانو د پريښودلو حكم وركړى و.
د محاكمو د وروستيو پرېكړو پر پلي كيدو د څارنې رييس سيد مراد شريفي وايي، د ولسمشر مهربان زړه نه شي كولى د دغوړ دوه ښځو د اعدام حكم توشيح كړي.
د يادونې وړ ده ، چې له زندانه پريښودل شويو ښځينه بنديانو د آزادۍ احساس وكړ، خو په اعتصاب اخته ښځې د خپل مرگ و ژوند شېبې شماري.