سیمه ییز خبرونه
د كابل د ۷ ناحيې په قلعه فتوح كې د سړك پخولو چارې پيل شوې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د قلعه فتوح سيمې اوسيدونكي له اوږده ځنډ وروسته د څه نا څه درې كيلومتره سړك د پخولو د چارو پيل نيك فال گڼې.
د كابل د ۷ ناحيې د سيمه ييزې شورا رييس محمد اشرف وايي:
په دې سيمه كې تر اوسه هيڅ دولتي عام المنفعه پروژه نده عملي شوې.
د سيمې وكيل نورمحمد مموزى وايي، ښايي له دې وروسته دولت د دوى د ستونزو حل ته پام وكړي.
د كليو د پراختيا وزارت په دغه سيمه كې د څه نا څه درې كيلو متره سړك د جاپان د وړيا مرستو په مټ پخوي.
د كليو د پراخيتا وزير ويس برمك په ډاگه كړه، چې پر سړك به پېنځه سوه زره امريكايي دالر لگښت راشي.
ښاغلي برمك دا هم وويل، چې ډېر ژر به په دې سيمه كې د ملي پيوستون ټولگټې پروژې پيل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د كابل زياتره فرعي سړكونه خام او په ناوړه حالت كې دي.