سیمه ییز خبرونه

د كابل – كندهار د لويې لارې امنيتي ستونزې ترډېره له منځه تللې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل كندهار لويه لار د امنيت له پلوه د هېواد په كچه تر ټولو ستونزمنه لار ده، چې د دولت وسله وال مخالفين وخت ناوخت پر اكمالاتي كاروانونو بريدونه كوي او له مسافر وړونكيو موټرو څخه سپرلې كښته كوي.

د شخصي كمپنيو  يو شمېر موټر چلوونكي وايي، له هغه وخته، چې د دې لارې امنيت له خصوصي امنيتي كمپنيو څخه پوليسو او نورو امنيتي ځواكونو ته سپارل شوى امنيت يې ښه شوى دى؛ خو د غزني او وردگو ولايتونو په اړوند سيمو كې اوس هم يو لړ امنيتي گواښونه شته، چې دولت يې بايد مخه ونيسي.

د كندهار د قطارونو د امنيت او ساتنې د قطعې مشر سمونوا ل عبدالباري باقي زوى هم وايي، چې په اړوند سيمه كې له شورآب څخه تر زابل ولايت پورې تردې مهاله د يادونې وړ امنيتي پېښه نده رامنځته شوې.

ديادونې وړ ده، چې تېر كا ل پر لويو لارو د تلونكيو اكمالاتي قطارونو امنيت د خصوصي امنيتي كمپنيو په غاړه و، چې ډېري وختونه د قطار موټر چلوونكيو د دوى د ناسم چلند له كبله شكايتونه لرل؛ خو دا مها ل ټولې امنيتي كمپنې لغو او چارې يې په دې برخه كې ځانگړيو پوليسوته سپارل شوې دي.

Trending

Exit mobile version