سیمه ییز خبرونه

د كابل-كندهار د لويې لارې موټر چلونكي له غلا او ناامنيو اندېښنه لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل_كندهار د لويې لارې يو شمېر موټر چلوونكي د غزني ولايت په اړوند لار كې د ناامنيو او  غلاوو د زياتيدو او د امنيتي ځواكونو او سيمه ييزو پوليسو له خوا له ځورولو اندېښنه لري.

دغه موټر چلوونكې وايي، چې د كابل- كندهار پر لويه د ماينونو د چاوديدو او د وسلوالو او امنيتي ځواكونو تر منځ ناڅاپي وسلوالو نښتو ورته ډېر گواښونه را منځته كړي دي.

دوى زياتوي، د غلو او پوليسو له خوا د پيسو اخيستو اندېښنه هم شته، چې پر كارونو يې بده اغېزه كړې ده.

د كابل- كندهار پر لويه لار د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه بله هغه ستونزه ده، چې خلك ورسره وخت نا وخت مخ كيږي.

د غزني امنيه قوماندان محی الدین سروری په داسې حال كې، چې دغه ادعاوې ردوي او وايي، تر اوسه داسې كوم شكايت نه دى رارسيدلى او كه چلوونكيو او خلكو ته داسې كومه پېښه را منځته كيږي؛ نو بايد په بيړه له امنيه قوماندانۍ سره اړيكه ونيسي.

د غزني امنيه قوماندان زياتوي، ياد مخالفين له ناوې ولسوالۍ څخه، چې له تېرو پېنځه كلونو را پديخوا د  وسلوالو مخالفينو په ولكه كې ده لوي لارې ته را وځي.

د يادولو وړ ده، چې  د كابل كندهار لويه لار په هېواد كې له خطرونو ډكه لار بلل كيږي، چې وخت ناوخت په كې د ناامنيو او خونړيو ترافيكي پېښو خبرونه خپريږي. په دغه لار ډېرى گواښ ملكي وگړيو ته پېښ دى.

Trending

Exit mobile version