سیمه ییز خبرونه
د كابل- كندهار لويه لار ناامنه شوې
د كابل – كندهار پر لويه لار د غزني ولايت د روضې سيمې زرگونه اوسيدونكيو د دوه تنو د وژنې په غبرگون كې د دغې لارې د امنيت ساتنې غوښتنه وكړه.
دا دوه تنه د هغو لاريو چلوونكي دي، چې د سې شنبې په شپه(د زمري۱۴ )په دې لويه لار كې وژل شوي او مالونه يې غلا شوي ول.
د غزني ولايت اوسيدونكي، چې د دغو دوه تنو د جنازې په مراسمو كې يې گډون كړى و د دغې لويې لارې پر ناامنيو يې نه يوازې اندېښنه څرگنده كړې، بلكې له چارواكو يې د امنيتي ډاډ غوښتنه هم وكړه.
د دوى په وينا، تر اوسه د غزني ولايت لسگونه اوسيدونكي د وردگو په سيمه كې تښتول شوي او بيا وژل شوي دي.
دغو خلكو گواښ وكړ كه دولت د لارې پر امنيت ساتنې ډاډمن غور ونه كړي په پراخو لاريونونو به لاس پورې كړي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي د ستونزې د منلو تر څنگ وايي، چې دغه لار دومره ناامنه ده، چې د مخالفينو او حكومتي ځواكونو هڅې سره بېليدلى نه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې وړاندې هم د غزني خلكو د تښتونې او ناامنۍ په اړه اندېښمن شوي ول.
كابل – غزني لويه لار نه يوازې د ټوليزو سوداگريزو توكود ليږد لار ده، بلكې هره ورځ پرې زرگونه د مسفرو موتر او بېلابېل سوداگريز توكي تگ راتگ كوي.
ناامني نه يوازې خلك گواښي، بلكې د هېواد پر اقتصادي ودې هم ډېر بد اغېز كوي.
