سیمه ییز خبرونه

د كابل ولايت په بېلابېلو سيمو كې سيلابونو ځاني او مالي زيانونه رامنځته كړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل ولايت كې د خالي په ورځ(د زمري۱۹) ږلۍ، ورښتونو او توپانونو د بېلابېلو سيمو خلكو ته درانده زيانونه واړول.

د كابل ولايت له شكر درې ولسوالۍ څخه په تر لاسه شويو گزارشونو كې ويل شوي ، چې څه نا څه ۲۰ تنه مړه شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

چارواكو په ډاگه كړې، چې سيلابونو لسگونه كورونه او زراعتي ځمكې هم  ويجاړ كړي دي.

دغه راز په پغمان ولسوالۍ كې هم ورښتونو زرگر دره زيانمنه كړې او خلكو ته يې ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

د پغمان ولسوالۍ ولسوال عبدالقدير وايي:

تر دې دمه يو ماشوم ورك دى؛ خو د سيمې خلك وايي، چې شپږ ماشومان په كې مړه شوي دي.

ويل كيږي ، چې څه نا څه دېرش كورونه هم په دې سيمه كې ويجاړ شوي، زراعتي ځمكې او ژوي هم اوبو وړي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې تېره اوونۍ د كابل سروبي ولسوالي هم له ځاني او مالي زيانونو سره مخ شوې وه.

Trending

Exit mobile version