سیمه ییز خبرونه
د كابل په بادام باغ كې د بزگر ورځ ونمانځل شوه
د كابل له ټولو ولسواليو څخه راغليو گڼ شمېر بزگرانو د دولتي او مدني ټولنو د چارواكو په وړاندې د بېلابېلو نندارو او پروگرامونو په وړاندې كولو د بزگر له ورځې نمانځنه وكړه.
د بزگر د ورځې د نمانځلو تر څنگ د كرنې او مالدارۍ وزير او يو شمېر دولتي چارواكو له خوا د كرنيزو محصولاتو نندارتون هم پرنسيتل شو.
په دغه نندارتون كې ميوې، اصلاح شوي تخمونه او نور كرنيز محصولات ننداري ته وړاندې شول، چې د گډوالو پام يې ځان ته راوگرزاوه .
د دغو مراسمو پر گډونوالو د هفت ميوې او سمنك وېش د دغه جشن ښكلا نوره هم زياته كړې وه.
د كرنې وزير محمد آصف رحيمي وويل، چې:
له دې وروسته به كرنيزې ځمكې د استوگنې او سوداگرۍ په موخه ونه كارول شي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت معين دين محمد مبارز راشدي وايي، چې:
د افغانستان په اساسي قانون كې د اسلام او شريعت خلاف هيڅ نشته او هيڅ څوك بايد د افغانانو له هغو دودونو سره د اسلام له ادرس څخه مبارزه ونه كړي، چې اسلام خپله ورسره موافق دى.
په دغو مراسمو كې گڼ شمېر برخوالو په هېواد كې د امن د ټينگښت او تلپاتې سولې غوښتنه وكړه .
په داسې حال كې، چې په تېرو لس كلونو كې د افغانستان يو شمېر سيمې له امنيت څخه برخمنې شوې نه دي؛ خو په هېواد كې د هر كال په تېريدو پسرلى نمانځل كيږي. يو شمېر كورنۍ كوښښ كوي، چې په دې ورځ ميله ځايونو ته ولاړې شي.