سیمه ییز خبرونه

د كابل په بازارونو كې اوس هم يو كيلو اوبلن گاز په ۶۵ افغانيو پلورل كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځينې كابل ښاريان وايي:

كه څه هم د سوداگرۍ وزارت د يو كيلو گاز بيه ۵۵ افغانۍ ټاكلې، خو د كابل په بازارونو كې اوس هم يو كيلو اوبلن گاز په ۶۵ افغانيو پلورل كيږي.

دوى له حكومت څخه غواړي، چې د گازو بيه تر جدي څارنې لاندې ونيسي.

د سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ خونه وايي:

د يو كيلو گازو بيه له ۴۵ څخه تر ۵۵ افغانيو ټاكل شوې او سرغړونكي به مجازات شي.

دوه ورځې وړاندې سوداگرۍ وزارت ويلي ول، چې:

د كابل په بازارونو كې د يو كيلو گاز بيه ۵۵ افغانۍ ده  او د هرات او مزارشريف په ښارونو كې بيا ۵۰ افغانۍ، خو كابل ښاريانو په ډاگه كړې، چې په كابل كې اوس هم يو كيلو گاز ۶۵ افغانيو پلورل كيږي.

د كابل د سوداگرۍ او صنايعو خونې عامل پلاوي رييس رحيم الله حميد او د سوداگرۍ وزارت د نفتي توكو رييس فريدالله شېرزى وايي:

د گازو له واردوونكيو سوداگرو سره هوكړې ته رسيدلي يو، چې يو كيلو گاز پر پرچون پلورونكيو له ۴۵ څخه تر ۴۷ افغانيو وپلوري، چې اخيستونكيو ته ۵۵ افغانۍ تمام شي.

دا، چې د حكومت پرېكړه به د كابل په بازارونو كې څه ډول عملي شي، هغه پوښتنه ده، چې وخت به يې ځواب كړي.

Trending

Exit mobile version