سیمه ییز خبرونه
د كابل په بازارونو كې د خوراكي توكو بيه لوړه شوې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د بيې را ټيټيدو د كابل په بازارونو كې خوراكي توكي گران كړي دي.
د كابل په مندوي كې ځينې پلورونكي وايي :
كه د افغانۍ د بيې ټيټوالى دوام ومومي د وارداتي توكو بيې به نورې هم لوړې شي.
د سوداگرۍ وزارت وياند وحيدالله غازي خېل دا ستونزه مني، خو وايي:
كه د افغانۍ د بيې د ټيټوالي په پلمه د پلورونكيو له خوا ناوړه استفاده وشي، نو د دې وزارت له قانوني چلند سره به مخ شي.
له بلې خوا د افغانستان بانك رييس نورالله دلاوري د دالرو د بيې د لوړيدو مخنيوى خپله دنده نه گڼي.
د افغانستان بانك په وينا، په تېرو دوه اوونيو كې د امريكايي دالرو په وړاندې د افغانۍ بيه په سلو كې اته را لوېدلې ده.
د يادونې وړ ده، چې په كابل منډوي كې د بيو د لوړوالي اندېښنې د پاملرنې وړ دي.