سیمه ییز خبرونه

د كابل په شهر نو سيمه كې د ماشومانو او زلميانو تفريحي پارك پرانيستل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كه څه هم په كابل كې د تفريح لپاره شنه او زرغون ځايونه او پاركونه په نشت شمار دى؛ خو كابل ښاروالي هڅه كوي دا تشه ډكه كړي.

كابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي، د كابل د شهر نو سيمې د دغه نوي پارك له پرانيستنې سره د لوبو او تفريح لپاره په دغه ښار كې د جوړو شويو پاركونو شمېر شپږ ويشت ته ورسيد.

د نوموړي په وينا، دغه پارك د تركيې لخوا په ۱۹۰ زره  امريكايي دالرو جوړ شوى دى.

پارك ته راغلي ماشومان د دې پارك په جوړيدو خوښ دي او وايي، چې د تفريح لپاره بايد دې  ته ورته نور پاركونه په كابل ښار كې جوړ شي.

پلازمېنه كابل، چې له پېنځه ميليون څخه زيات وگړي په كې اوسيږي، چاپېريال يې د اندېښنې وړ بلل كيږي او اوسيدونكي يې اړ دي، چې د تفريح لپاره له كابله ووځي.

Trending

Exit mobile version