سیمه ییز خبرونه

د كابل په شېرپور كې د موتر بم د چاودنې مخه ونيول شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل په شېرپور سيمه كې امنيتي ځواكونو نن سهار(يكشنبه د تالې ۶) يو ځانمرگى بريد كوونكى وواژه.

نن سهار ۹:۱۵ بجې يو بريد كوونكي غوښتل، چې له چاوديدونكيو توكو ډك موتر د سولې عالي شورا دفتر ته دننه كړي؛ خو امنيتي چارواكو دغه بريد شنډ كړ.

د كابل امنيه قوماندانۍ  چارواكي وايي:

بريد كوونكى له بريد وړاندې امنيتي ځواكونو پېژندلى  او ووژل شوى دى.

د دوى په وينا، له چاوديدونكيو توكو ډك موټر له يوې گړۍ وروسته  خنثى شوى دى.

د يو بل خبر له مخې د ننگرهار ولايت د ملي امنيت رياست تر څيرمه نن سهار اووه نيمې بجې موتربم چادونه شوې، چې په كې د دغه رياست دوه تنه وژل شوي او يو ټپي دى.

د ننگرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي:

په دې پېښه يو كس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د ننگرهار والي وياند عبدالزي په ډاگه كړې، چې په دې پېښه كې دوه كسه د ملي امنيت د يو كاركوونكي په گډون وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

همدارنگه د لوگر ولايت په مركز پل عالم كې يوې چاودنې يو پوليس وژلى او دوه نور ټپيان دي.

د لوگر امنيتي چارواكي وايي، چې چاودنه نن سهار ۸ بجې د پوليسو پوستې ته نږدې رامنځته شوې ده.

طالبانو د ننگرهار او لوگر د چاودنو مسووليت په غاړه اخيستى دى.

Trending

Exit mobile version