تازه خبرونه

د كابل په عليمردان ښوونځي كې د بيات بنياد مرسته ووېشل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل د عليمردان كلا ښوونځي پر زده كوونكيو، چې د ښار په يوه محرومه سيمه كې اوسيږي د بيات بنياد د ځواكمنو خوراكي توكو له مرستې برخمن شول.

د مرستې د وېش پر مهال د بيات بنياد مرستيال او د پوهنې وزارت مسولينو حضور درلود.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي، چې د ځواكمنو خوراكي توكو د وېش پروگرام تېر كال پيل شوى، چې سږ كال به هم روان وي.

د كابل د شپږمې تعليمي حوزې د نظارت امر محمد عمر او د عليمردان كلا د ښوونځي مدير بصير احمد وايي، چې د ښوونځيو زده كوونكيو ته د ځواكمنو خوراكي توكو مرسته د هغوى پر ذهني ودې مثبت اغېز لري.

بيات بنياد د ښوونځيو پر زده كوونكيو د مقوي خوراكي توكو د وېش د بهير له پيل راهيسې نږدې سل زره كڅوړې توكي پر خوارځواكو ماشومانو وېشلي دي.

د نړيوالو بنسټونو د شمېرو له مخې هر كال په نړۍ كې ۱۲ اعشاريه ۶ ميليون ماشومان د بېلا بېلو ناروغيو له كبله مري، چې پنځوس په سلو كې يې د خوارځواكۍ له كبله ژوند له لاسه وركوي.

Trending

Exit mobile version