سیمه ییز خبرونه

د كابل په قصبه كې د استوگنې نوې پروژه پرانستل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل ښار د قصبې په سيمه كې افغان ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې په ورځ(د غويى۲۶) د استوگنې د نوې پروژې پرانسته وكړه.

ولسمشر حامد كرزي وويل:

دا پروژه هغو كسانو ته پيل شوه، چې د استوگنې لپاره په ډېرو پيسو كور اخيستلى نه شي.

د ښار جوړونې وزير عبدالهى وايي:

دغه پروژه يو سل و يوولس بلاكونه،  درې زره اپارتمانونه لري، چې د جوړولو كار به يې تر درې كلونو بشپړ شي.

د دې پروژې لگښت ۱۸۰ ميليون دي، چې د عربي متحده اماراتو دولت يې افغان حكومت ته سپاري.

كه څه هم د ښار جوړونې وزارت تر دې دمه د اپارتمانونو د بيې په اړه څه ويلي نه دي، خو ولسمشر حامد كرزى وايي، چې بېوسه خلك هم كولى شي دا اپارتمانونه واخلي.

افغان دولت د دغه ښارگوټي په جوړولو هڅه كوي، چې د استوگنې لپاره يو شمېر نورې پروژې هم پلې كړي.

افغان ولسمشر له عربي متحده اماراتو سره ژمنه كوي، چې د دې پروژې كار به په بشپړ رڼښت او ښه څرنگوالي تر سره شي.

Trending

Exit mobile version