تازه خبرونه
د كابل په كيور روغتون كې درې بهرنيان ووژل شول
په کابل کې د “کيور” خصوصي روغتون يوه ساتونکي د دغه روغتون يو بهرنى داکتر او د هغه دوه بهرني ميلمانه پر ډزو وژلي او يو بهرنى ټپي شوى دى.
دغه څرگندونې د پوليسو د شپږمې امنيتي حوزې يوه چارواکي رسنييو ته وکړې او ويې ويل، چې:
دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې شوى دى.
سرچينه زياتوي، په وژل شويو کې يو ښځه ده او بريد کوونکي هم ځان ټپي کړى؛ خو اوس د پوليسو په واک کې دى.
دى وايي، چې د يادې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
ويل كيږي، چې دغه بهرنيان روغتون ته د ننوتو پر مهال وژل شوي دي.
د خصوصي روغتونونو مشر حبيب الله توخي هم ياد بريد تاييد کړ؛ خو په اړه يې جزئيات ورنه کړل.
په کابل کې د امريکا سفارت ويلي، چې په دې بريد کې ټول وژل شوي درې کسان امريکايان دي.
سفارت په خپل ټويټر کې ليکلي، چې د اوس لپاره په دې اړه نور معلومات نشي ورکولى.
کیور روغتون د کابل په لوېديځ کې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پروت دی.
کیور نړیوال روغتون له ۲۰۰۵ کال راهیسې کابل کې فعالیت پیل کړی دی.