سیمه ییز خبرونه

د كابل په هوايي ډگر كې اته دېرش كيلو گرامه نشه يي توكي نيول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل نړيوال هوايي ډگر پوليس وايي، چې:

په تېرو دوه مياشتو كې اته دېرش كيلو گرامه نشه يي توكي، چې بهر ته قاچاق كيدل، نيول شوي دي.

د كابل نړيوال هوايي ډگر قومندان حقنواز حقيار وايي، چې:

د نشه يي توكو د قاچاق په تور يې يو ويشت كسان هم نيولي دي.

د نوموړي په وينا، د كابل نړيوال هوايي ډګر له لارې زياتره حرفوي قاچاقگر نشه يي توكي قاچاق كوي.

د ملگرو ملتونو د راپورونو له مخې د افغانستان اقتصاد تر ډېره د نشه يي توكو د قاچاق له اړخه په ترلاسه كيدونكيو پيسو تكيه دى.

Trending

Exit mobile version