سیمه ییز خبرونه

د كابل په گاونډ ولايتونو كې به ترهگر خوځښتونه هېڅكله د كابل لپاره گواښ ونه گرځي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د آيساف ځواكونو قومانداني وايي، په مېدان وردگو او لوگر ولايتونو كې به  ترهگر خوځښتونه هېڅكله د كابل له پاره گواښ ونه گرځي.

د كابل په گاونډ ولايتونو كې د وسله والو طالبانو د  ورانكارو  فعاليتونو زياتوالى  د حكومتي چارواكو يوه بله  اندېښنه ده.

وردگ او لوگر ولايتونه په هغو ولايتونو كې راځي، چې چارواكي يې له نا امنيو شكايت كوي.

په ورته وخت كې په كابل كې د آيساف چارواكي وايي، اوس د افغانستان ۱۷ ولسوالۍ په نا امنو سيمو كې راځي، چې په سويل او ختيځ كې واقع دي نه په لوگر او مېدان وردگو ولايتونو كې.

په افغانستان كې د آيساف وياند گنتر كتز وايي:

په سلو كې پنځوس جنگي گواښونه د افغانستان په ۱۷ ولسواليو كې دي، د ميدان وردگو او لوگر ولايتونو ولسوالۍ د افغانستان په ډېرو نا امنو سيمو كې نه راځي، نسبتا مصئونې او د كابل له پاره د تشويش وړ نه دي.

د آيساف وياند دغه راز زياتوي، چې طالبان اوس له افغان او نړيوالو ځواكونو سره د مخامخ جگړې توان نه لري، بلكې يوازې د ځانمرگو بريدونو او سړك د غاړې ماينونو سره خپل موجوديت ښيي.

د آېساف وياند همدارنگه وويل، موږ پر بلواگرو فشار ته دوام وركوو او افغان ځواكونو له آيساف څخه په ملاتړ له لومړۍ ورځې تر اوسه پر طالبانو بريد كړى او هغه يې تر فشار لاندې راوستي دي. اوس د طالبانو توان پاى ته رسېدلى او له افغان او ناټو ځواكونو سره د مخامخ جگړې توان نه لري.

په كابل كې د آيساف چارواكي په داسې حال كې د افغان او نړيوالو ځواكونو پر وړاندې د طالبانو د كمزورتيا خبر وركوي، چې د افغانستان، پاكستان او بريتانيا ولسمشرانو په سيمه كې د سولې د ټينگښت په موخه بحث پېل كړى دى.

Trending

Exit mobile version